354
835
34
32.6%
د خپل نظر زورورتیا گوري زما قاتل په ما کې ساه گوري څه : نوی رنگ نوی رنا گوری سپرلی چاپېره گرځي تا گوری ماته په دي سري كي غلا ښکاري دا سړی ښکلو ته په غلا گوري واعظ به څه د ژوند کتاب ولولي هغه په تکو کی گناہ گوری زما احساس ماله سزا راکوي ماله څه غم گوري سودا گوري ښکلي ښارونو ته راغونډ شو سره مینان څه له ځي صحرا گوري ستاد بنو د بن الوتي مرغى راځي زما د زړه درزا گوري زما په سترگو څه بلا شوې ده چي تاته نه گورمه تا گوری صابره څنگه تاته و گورمه؟ دنیا ته نه گوری دنیا گوري
354
835
34
32.6%
Cost:
Manual Stats:
Include in groups:
Products: