.dr..hamdard
Dec 30
208
441
4.19%
په اذان د مدینې مې زړۀ روخان وُو* زه د ستورو نه هم بر ومه څو ورځې کلیوال د پیغمبر ومه څو ورځې نه مې لاس و، نه مې پښو کې کوم بند وُو زه د خدای د عشق اثر ومه څو ورځې ما ته ستوری به رڼا لکه څراغ شو زه د عشق یو محشر ومه څو ورځې زه چې چا ته به خندیدم نو به ژړیدل زه د مینې تاثیر ومه څو ورځې ما ویل چې ما ته شپه او ورځ توپیر نه شي زه د عشق په سمندر ومه څو ورځې زه به هر څوک ته رحمت، هر چا ته بخښنه زه د ختم الانبیاء در ومه څو ورځې *اللّهُم صلّ علی محمد و آل محمد*
.dr..hamdard
Dec 30
208
441
4.19%
Cost:
Manual Stats:
Include in groups:
Products:
