53
204
16
36.4%
@🫥LOSER🍁: د خپل نظر زورورتيا گوري زما قاتل په ما کې ساه گوري څه نوی رنگ نوی رنا گوری سپرلی چاپېره گرځي تا گوری ماته په دې سري کي غلا ښكاري دا سړی ښکلو ته په غلا گوري واعظ به څه د ژوند کتاب ولولي هغه په تکو کی گناه گوري زما احساس ماله سزا راکوي ماله څه غم گوري سودا گوري ښکلي ښارونو ته راغونډ شو سره مینان څه له ځي صحرا گوري ستاد بنو د بن الوتي مرغى راځي زما د زړه درزا گوري زما په سترگو څه بلا شوې ده چي تاته نه گورمه تا گوری صابره څنگه تاته و گورمه؟ دنیا ته نه گوری دنیا گوري
53
204
16
36.4%
Cost:
Manual Stats:
Include in groups:
Products: