rafidii7
Dec 9
365
902
15.4%
:پۀ شا مې لـــــه دې پـــــورې غـــــرۀ ستار راؤړے وو يو پنډ مې د ټپـــــو پۀ ټولــــــــــــــــــه لار راؤړے وو دا نن چې يوه پېغلـــــه وه خــــــزان خــــــزان روانه پرون سيند يو زلمـــــے لکـــــــــــــــــه بهار راؤړے وو دا څومره قامتونه دغې سپېنې جامې ړنګ کـــــــړل دې پير خــــو پۀ لستوڼي کښې خامــــــار راؤړے وو تر ډېره مې پۀ ياد د بنګـــــــړؤ شړنګ د ملنګ بنګ وو پۀ سترګـــو کښې مې ټول خمــــــــار خمار راؤړے وو د ښار د ښائستونـــــــــو مازيګـــــر به پکښې ورک شو لېمـــــــــــــــــــــو کښې مې چينه چيلم چنار راؤے وو چې ځم لاس پۀ سينه وړم له يو مات زړۀ سره درومم يو روغ زړۀ مې د کلي نه تـــــــــــــــــــر ښار راؤړے وو
rafidii7
Dec 9
365
902
15.4%
Cost:
Manual Stats:
Include in groups:
Products:
