143
884
47
36.9%
كه خپل مې نه كړى نو ارمان خو چرته تللى ندى كه ګټه ونه شوه تاوان خو چرته تللى نه دى اوښكي مي ډنډ دي په ليمو كي نوره ستا خوښه ده كه ايسار نه شوې نو باران خو چرته تللى ندى په ځنګلونو كې په ځان كلمې مه چوف كوه كه سپو ونه خوړى انسان خو چرته تللى ندى اوس يې د كور په ديوالونو لولكى نه ښكاري ما لږ خبر كړئ چې جانان خو چرته تللى ندى كه په ټول كلي كې دي وس په چا ونه رسيده د دي عاجز سړي ګريوان خو چرته تللى ندى
143
884
47
36.9%
Cost:
Manual Stats:
Include in groups:
Products: