fazli.wahid.utk
Oct 21
139
339
186
37.5%
@👤:د لویو لویو قدرتونو ربه یو تمنا ده اورېدی سې که نه ستا د سکڼي سکڼي ماښام نه لوګی د چا د زړه لوګی لیدې سې که نه ستا د سیلیو او طوفانونو په مخ یو اسوېلی دی درلېږل یې غواړم ستا د چپو چپو سیندونو په نوم لېمه راډګ سو څڅول یې غواړم هسې نه چوڼ د خولې وېستل کفر سي هسې نه تاته هم ژړېدل کفر سي ستا د جنت د نعمتونو نه ځار زه درته وږی په جهان ژاړم ستا د دوزخ له لړمانو توبه زه درته دا لړمانان ژاړم دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځو هلته شو ستا د دوزخونو خشاک دلته د دغه قصابانو خوراک هلته د هغه ښامارانو خوراک نه مو ځان تور کړو او نه سپین پاتې سو نه د دنیا شو نه د دین پاتې سو ستا د سنګینو فیصلو نه قربان ولی حیران یم کوم قانون ومنم ته خو دې خپل قارون په ځمکه منډې زه دې په سر باندې قارون ومنم ستا په رضا زما رضا ده ربه کاڼی هم نس پورې تړلی سمه (خو) چې بل ښامار په خزانو ووینم اخر انسان یم څنګه غلی سمه راډک شو زړه هیسارولی ئي نه شم خوله ماته ښه ده خو ګنډلی یې نه شم ستا د جنت په تمه تمه چې مري د هغه وږو په سلګو مې قسم په دې دوزخ کې یې نور نه شم لیدی ستا د رضوان په منارو مې قسم یا خو د ځمکې په دې ارته سینه ما ته خپل ژوند زما جنت راکړه یا د نهر دوزخي مرګ نه مخکې د یوې چغې اجازت راکړه چې دا ستا وږي ستا په خوان ماړه کړم یا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم ستر اجمل خټک#ppppppppppppp #ppppppppppppp pppppppppp #please please TikTok team don't under review my video @♥️♥️♥️♥️Iqbal Utk5💚♥️💚💚 @Abdul Ghafar Khan 173 @❣️ARIF KHAN 💕❣️ @Bee 🐝🍯 PTI @KOCHNAI HALAK @🇺 TM͢A͢N͢K͢H͢E͢͢🇱 @Musharaf khan 804 @WAHID UTK PTI @irfan.alie4398
fazli.wahid.utk
Oct 21
139
339
186
37.5%
Cost:
Manual Stats:
Include in groups:
Products:
